سیالکوټ۔22اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي هېواد كښې به ټول ټاكنې په ټاكلي وخت كېږي٬ نوے ارمي چيف به د آئين او قانون له مخې ټاكلے شي٬ د پاك پروردګار په فضل فيټف څخه د پاكستان نامه وتلې ده كومه چې يوه خوشبينه خبره ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په سيالكوټ كښې په خپله دېره كښې يو خبري كنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د حكومت او پي ټي آئي ترمينځه نه كوم مذاكرات روان دي او نه كومې بېك ډور رابطې شته٬ دا صرف ډنډورې دي۔ ده ووئيل څلور مياشتې وړاندې وزي??اع??م شهباز شريف توشه خانې سره ا??ون??ه يوه كمېټي جوړه كړی وه د كومې ذمه واري چې ماته سپارلې شوې وه۔ په كمېټۍ كښې نور وزيران هم شامل وو۔ كمېټۍ خپل سفارشات وزي??اع??م ته ولېږل چې له مخې يۍ په توشه خانه كښې موجود ډالۍ د رياست ملكيت وي كومې چې كوم هم حكومتي استازې اخستې نه شي۔ ده ووئيل وزي??اع??م توشه خانې څخه د ډالو اخستو دروازه بنده كړې ده۔ ده ووئيل د پي ټي آئي او عمران خان د حقيقي آزادۍ او امپورټډ حكومت بيانيه پاكستاني اولس مسترد كړې ده او اوس د دوئي خپل صفونه ماتېدل پېل شوي دي۔ ده ووئيل د پنجاب اعلی وزير دې چ??ته نه ځي ولې چې د پنجاب سلسله زياته روانه پاتې كېدونكې نه ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل عمران خان او شېخ رشيد دې د لانګ مارچ خپل شوق پوره كړي خو دا خبره بايد ياده وساتلې شي چې د انتشار خپرولو اجازه به چاته وركولې نه شي او په هر حال كښې به د قانون سرلوړي باوري كولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل نواز شريف زمونږ لارښود دے هغه درې وارې د پاكستان وزي??اع??م پاتے شوے دے ډېر زر به كه لويے څښتن ته من??ور وي خپل هېواد ته راشي۔
هېواد كښې به ټول ټاكنې په ټاكلي وخت كېږي٬ نوے ارمي چيف به د آئين او قانون له مخې ټاكلے شي٬ د دفاع وزير خواجه آصف
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری