اسلام آباد۔8 اګست (اے پی پی)افغان پلاوي په پاکستان کښې د افغان سفیر د لور د شکایت حوالې سره د اګست له لومړۍ نېټې څخه تر اتمې نېټې د پاكستان دوره وكړه۔ د دورې په مهال پلاوي د قانون نافذ كوؤنكو ادارو او د خارجه وزارت چارواكو سره ملاقاتونه وكړل۔ پلاوي ته د اړوندو پاکستاني چارواکو لخوا د پیښې ټولو اړخونو كښې د شويو څېړونو په اړه بشپړه بريفنګ وركړے شو۔ پلاوې سېف سټي آفس اسلام آباد ته هم لاړو چرته چې هغوي ته د شكايت كننده په بېلو وختونو كښې بېلو ځايونو ته د تګ راتګ وېډيو فوټېجز وښودلې شؤ۔ كوم كوم ځائې ته چې شكايت كننده تلې پلاوي هغه ځائې ته ورسولے شو۔ پلاوې موبائل فرانزک او د جیو فرانزک په شمول ټیکنیکل ډېټا څخه هم خبر كړے شو۔ پلاوي ته ووئيل شؤ چې قانون نافذ كوؤنكو ادارو د شكايت تفصيلي او بشپړه تحقيقات كړي او په دې نتيجه رسېدلي دي چې زمكيز حقائق د شكايت كوؤنكې د رپورټ تصديق نه كوي او تكنيكي شواهدو نه هم دا ثابته شوې ده۔ پلاوي اسلام آباد كښې د افغان سفارت او قونصلېټ امنيت زياتولو له د پورته كړې شويو ګامونو نه هم خبر كړے شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې پاكستان افغانستان سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ د افغاستان امن عمل په مهم پړاؤ كښې د مستحکم او سوكاله افغانستان شريك مقصد ترلاسه كولو له په ګډه كار كول زيات اهم دي۔ پاكستان هيله لري چې اسلام آباد كښې به افغان سفارت يو وارې بيا خپلې هڅې ځلې پېل كړي۔
افغان پلاوي په پاکستان کښې د افغان سفیر د لور د شکایت حوالې سره د اګست لومړۍ نېټې څخه تر اتمې نېټې د پاكستان دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون