اسلام آباد 20اکتوبر(اے پي پي) د وزيراعظم د كورنيو چارو او احتساب سلاكار بېرسټر شهزاد اكبر وئيلي دي چې د شريف كورنۍ د جعلي ټي ټيز ټول ټرانزېكشنز او د 25 اربه روپو مني لانډرنګ د اسحاق ډار په دور كښې شوے، د اسحاق ډار څخه كومه بخښنه نه غوښتل كېږي، كه په اسحاق ډار كښې لږ همت هم وي نو زما په ضد دې دعوی دائر كړي، زما خبر دے چې اسحاق ډار د الطاف حسېن په شان نن سبا په برتانيه كښې سياسي پناه اخلي، اسحاق ډار هم د نواز شريف په شان په وزټ ويزه برتانيې ته تللې و، درې كاله وشول خو بېرته رانغلو، خبريالانو دې د هغه نه پوښتنه وكړي چې په برتانيه كښې د هغه قانوني حيثيت څه دے، مفرور كس په برتانيه كښې ناست دے. د نهې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په مركه كښې ده ووئيل چې دروغ وئيل د شريف كورنۍ عادت دے، پرون مريم وئيل چې شهباز شريف انټرنېشنل صادق او امين جوړ شوے، زما خيال وو چې شهباز شريف به د احتساب عدالت ته وړاندې كېدو سره پرېكړه وړاندې كړي خو ده د احتساب عدالت ته ووئيل چې زه اسلام آباد ته ځم. د وزيراعظم سلاكار ووئيل چې د شريف كورنۍ د جعلي ټي ټيز ټول ټرانزېكشنز او د 25 اربه روپو مني لانډرنګ د اسحاق ډار په دور كښې شوے، د اسحاق ډار څخه كومه بخښنه نه غوښتل كېږي. كه په اسحاق ډار كښې لږ همت هم وي نو زما په ضد دې دعوی دائر كړي، زما خبر دے چې اسحاق ډار د الطاف حسېن په شان نن سبا په برتانيه كښې سياسي پناه اخلي.
د شريف كورنۍ د جعلي ټي ټيز ټول ټرانزېكشنز او د 25 اربه روپو مني لانډرنګ د اسحاق ډار په دور كښې شوے، د اسحاق ډار څخه كومه بخښنه نه غوښتل كېږي. د وزيراعظم د كورنيو چارو او احتساب سلاكار بېرسټر شهزاد اكبر
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس