كراچي 26 ستمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د آډيو ليك ??ېدو پېښه د تشويش وړ رجحان ګرځولو سره وئېلي دي نجي خبرې اترې ليك ??ول د غېبت په زمره كښې راځي ٬ د دې رحجان حوصله ماتولو ته اړتيا ده۔د هر يو كس پرائيوېسي يو آمانت دے بايد دا په ځاے وساتلے شي۔نجي خبرې يا تبصرې ليك ??ول يا جعلي خبرونه خپرول غېر اخلاقي كار دے٬دې سره په ټولنه كښې يره ترهه خپرېږي۔صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ كراچۍ ګورنر هاؤس كښې خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې كړې۔صدر د مېډيا نمائندګانو سره په خپلو خبرو كښې ووئيل زمونږ ټولنه د غيب?? او جعلي خبرونو مسئلې سره مخ ده٬ده ووئيل بايد مونږ پخپله د ډسپلن څرګندونه وكړو۔ده ووئيل د ټېكنالوجي خپرېدو په وجه د معلوماتو ليك ??ولو كښې زياتوالے راغلے خو 95 فيصده سوشل مېډيا ګټور معلوما?? او اطلاعات وركولو كښې كردار ترسره كوي۔ دغسې 5 فيصده سوشل مېډيا جعلي خبرونو كښې ككړه ده۔ده ووئيل بايد سوشل مېډيا د ضروري معلوما?? او علم لپاره استعمال كړی شي۔ده ووئيل نړۍ په سائبر سېكورټي كښې مهم ايجادا?? او پيشرفت كړے او دا د كوم هم قام د حفاظ?? او سلامتيا لپاره مهمه څانګه ګرځېدلې۔پاكستان له د استحكام او د پرمختګ بنياد اېښودلو لپاره سائيبر ټېكنالوجي خپلولو او اقدامات كولو ته اړتيا ده۔صدر ووئيل ما د نيب بدلون بل بغېر د لاس ليك ??ولو او د كمنټ سره بېرته لېږلے دے۔ده ووئيل حكومت٬ادارو ٬سول او ملټري او نور سټيك ??ولډرز د خپلو وسائلو په كارولو سره د ګلوبل وارمنګ په وجه د راغلي سېلاب په مهال د رېليف لپاره ښه كار كړے۔صدر اېن جي اوز٬سول سوسائټي او نړيوالې ورورولۍ ته د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د عطيات وركولو اپيل هم وكړو دغسې چې د ځپليو ابتدائي طبي مرستې سره سره د هغوي هر ??ول معاونت هم وكړے شي۔
نجي خبرې اترې ليك كول د غېبت په زمره كښې راځي ٬ د دې حوصله ماتولو ته اړتيا ده۔ د صدر ډاكټر عارف علوي خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری