اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي كله چې لږ مشكل راشي، زمونږ مشران د هېواد نه بهر لاړ شي، لوظ وكړي خو بيا بېرته نه راځي، شهباز شريف ذمه وار دے چې په كوم بنياد نواز شريف په عدالتي سمن بېرته نه راځي يا دې د هغه مېډيكل رپورټونه وړاندې كړے شي چې هغه د كوم څيز علاج كوي. د جمعې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل كه كوم سياسي شخصيت وي يا عام وګړے، د چا په ناروغې بايد سياست ونه كړے شي. كه شهباز شريف بيمار وي الله تعالٰی دې صحت وركړي. ده ووئيل كله چې نواز شريف بيمار شو نو وزيراعظم عمران خان د ګوند مشران په سختې سره منع كړل چې د هغه په بيماري كومه تبصره ونه كړي. ده ووئيل اوس دا خبره كېږي چې د شهباز شريف بهر ته تګ دې د نواز شريف سره ونه تړلے شي. دا څنګه كېدے شي چې دواړه د يو ګوند صدران دي او په رشته كښې وروڼه دي. كشر ورور د مشر ورور ګارنټي وركړې چې علاج ته دې بهر پرېښودلے شي ، بېرته به راځي خو نواز شريف رانغلو. علي محمد خان ووئيل په دواړو وروڼو د اربونو روپو كېسونه دي، كومه ګارنټي ده چې شهباز شريف به بېرته راشي.
د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان نجي ټي وي چېنل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ