اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره پاكستان كښې د چين ناظم الامور پينګ چنكسو د شورو په ورځ په جي اېچ كيو كښې ليدلې دي۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬دفاعي مرسته٬د سي پېك په پېشرفت او د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې د پاك پوځ سرلښكر ووئيل پاكستان په نړيوال او سيمه ايزو معاملاتو كښې د چين كردار ته د قدر په سترګه ګوري او مونږ د خپلو دوه اړخيزه اړيكو زياتولو خوښي لرو۔ده د خبرې پخلے وكړو چې ټولو سيمه ايزو هېوادونو ته د پائيدار امن او استحكام لپاره په ګډه د كار كولو ضرورت دے۔د چين ناظم الامور په پاكستان كښې د سي پېك پروژو ته محفوظ ماحول وركول او سيمه ايز استحكام لپاره په شوو خاص اقداماتو د پاك پوځ سرلښكر مننه وكړه۔ده په سي پېك په پېشرفت د اطمينان څرګندونه كړې او پاكستان سره په هره كچه په سفارتي مرسته كښې د لا ښه والي لپاره ئې د خپل كردار ادا كولو عزم څرګند كړے
د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره پاكستان كښې د چين ناظم الامور وليدل
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات