اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د بلوچستان په كچهي سيمه كښې په ټرافيكي پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان خواشيني ښودلې. د جمعې په ورځ د ايوان صدر د پرېس څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د حق رسېدليو لوړو درجو لپاره دعا كړې. صدر مملكت په ټرافيكي پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي كړې او دعا ئې كړې چې لوي څښتن دې ژوبل شويو ته زر روغ صحت وركړي.
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی