پېښور 26 مارچ (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي نن زمونږ د ټولو لپاره د خوشحالۍ ورځ ده ، 17 كاله پس سوات سيدو شريف هوائي ميدان فعاله شوے، په دويم پړاؤ كښ?? به نړيوال پروازونه هم پيل شي۔د تفصيلات تر مخه وفاقي وزير مراد سعيد د سيدو شريف هوائي ميدان پرانستي دستورې ته وينا كښ?? د هوائي ميدان په بحاليدو مباركي كښ?? ووئيل په دويم پړاؤ كښ?? به نړيوال پروازونه هم پيل كولې شي۔مراد سعيد ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښ?? قربانۍ ور??وونكو ته پيرزوئنې وړاندي كوو، دير موټرے به هم انشاالله سږ كال جوړيږي دغسې د مالاكنډ ،سوات وګړو لپاره د درملني ويړيا آسانۍ به هم ور??ولې شي۔وفاقي وزير د وزيراعظم عمران خان ، د سي اي او پي آئي اے ارشد ملك ، د وزيراعلي خېبر پښتونخوا او وفاقي وزيرغلام سرور مننه كولو سره ووئيل د سيلګرۍ څانګي ته حكومت پام لرنه كوي او هغې لپاره ګامونه پورته كوي۔وفاقي وزير غلام سرور دستوري ته وينا كښ?? ووئيل نن د سوات سيدوشريف هوائي ميدان 17 كاله پس په بحاليدو خوشحاله شوي يو، سوات سره پخوانۍ خپلولي لرم۔غلام سرور ووئيل سوات كښ?? زلزله او سيلاب راغلي وؤ چې پكښې زيان هم زيات شوے ؤ ، د سوات وګړو د ترهه ګرۍ په مړانه مقابله كړي او لوئ زيان ئې پورته كړے او دغسې امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد د خپلو ځانونو قرباني ور??ولو سره د دې سيمي امن بحال كړے ۔وفاقي وزير ووئيل د سيدو شريف هوائي ميدان په بحاليدو پي آئي اے هم د مباركۍ مستحق ده، سوات،مالاكنډ كښ?? به سيلګري او ايكسپورټ هم زيات شي ۔ ده ووئيل اوونۍ كښ?? به دوه پروازونه لاهور او اسلام آباد څخه سوات ته ځي راځي، پروازونه به زياتولې شي، د دې پروازونو سره به سوات لپاره سيمه كښ?? د پرمختګ نوي لاري پرانستلې شي۔
نن زمونږ د ټولو لپاره د خوشحالۍ ورځ ده،17 كاله پس د سوات سيدو شريف هوائي ميدان فعال شو،وفاقي وزير مراد سعيد
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا