اسلام آباد 18 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص مرستيال او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي عشره رحمت اللعالمين صلی الله عليه وآله وسلم په مذهبي عقيدت او احترام لمانځلې شي۔(نن)د نهې په ورځ به د سيرت كنفرنس وړومبے سېشن په ايوان صدر كښې كېږي۔د ګل په ورځ د سيرت كنفرنس په اړه په خپل بيان كښې د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل د سيرت كنفرنس دوهم سېشن به په كنونشن سنټر كښې كېږي كوم ته به چې وزيراعظم عمران خان وېنا كوي۔په دې موقع به وزيراعظم عمران خان د سيرت اتهارټۍ جوړولو اعلان كوي۔ده ووئيل په سيرت كنفرنس كښې به د ټول هېواد څخه علماﺀ كرام او مشائخ ګډون كوي۔سيرت اتهارټي به د رسول اكرم(ص)د سيرت طيبه ټول اړخونه ځوان كل او نړۍ ته وړاندې كوي۔ده ووئيل د سعودي حكومت لخوا په حرمين شريفين كښې د مونځ په مهال د فاصلې ختمولو اعلان لوي زيرے دے۔ده ووئيل عشره رسول مقبول صلی الله عليه وآله وسلم به په په زړه پورې ډول لمانځلې شي
عشره رحمت اللعالمين صلی الله عليه وآله وسلم په مذهبي عقيدت او احترام لمانځلې شي۔د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص مرستيال حافظ طاهر محمود اشرفي بيان
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز