لاهور 10 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په سياسي مېدان كښې ورومبې او اهم پړاٶ اسلام آباد دے، حکومت په سياسي مېدان كښې پر اعتماد او مستحكم دے٬ د پنجاب په سياسي صورتحال به په تفصيلي مشاورت پرېكړه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور او وزيراعلي سردار عثمان بزدار سره كړې چا چې دوي سره د زيارت په ورځ ليدلي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال د هېواد په سياسي وضعه تفصيلي خبرې اترې شوې او د دې نه علاوه په صوبه كښې په انتظامي چارو او د پرمختيائي منصوبو په پېشرفت خبرې اترې سوې دي۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعظم عمران خان وفاقي وزيرانو مخدوم شاہ محمود قرېشي، اسد عمر، شفقت محمود، مخدوم خسرو بختيار٬ وزيرِ مملکت فرخ حبيب خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل سره د زيارت په ورځ په يوه ورځنۍ دوره لاهور ته رسېدلې
د پنجاب په سياسي صورتحال به په تفصيلي مشاورت پرېكړه كېږي۔ د وزيراعظم عمران خان د پنجاب ګورنر او وزيراعليٰ سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب