اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د وفاقي پايه تخت اسلام آباد او پېښور پشمول په شمالي سيمو كښې د جمعې په ورځ د زلزلې جړقونه محسوس شوي. په زلزله كښې د كوم ځاني او مالي زيان اطلاع نه ده راغلې. د پي ټي وي له مخې د جمعې په ورځ ماسپښين په دوه بجې 22 دقيقې په اسلام آباد، پېښور، ملتان، فېصل آباد، اېبټ آباد، سوات، مالاكنډ، بونير، باجوړ، مومند او كوهاټ كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي. په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.0 ريكارډ كړے شوے. د زلزلې مركز د افغانستان او تاجكستان په پوله زمكه كښې 218 كلوميټره ژور ؤ . په زلزله كښې په سمدستي توګه د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده تر لاسه شوې
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج