اسلام آباد 24جون(اے پی پی)د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري وئېلي دي چې د تېر سېلاب له امله په هېواد كښې په لويه پېمانه تباهي شوې٬د ملګرو م??تونو سېكرټري جنرل د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې٬خارجه وزير د سېلاب ځپليو ستونزو څخه نړيواله ورورولي خبر كړې٬پاكستان پيپلز ګوند تل په هېواد كښې د استحكام لپاره هڅې كړې دي۔د خالي په ورځ د پيپلز كوند لارښ??دو سره خبري كنفرنس ته په خپله وينا كښې وفاقي وزيرې شازيه مري وئېلي دي چې پرون د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د اسمبلۍ په فلور د خپل بجټ په تقرير كښې مهمې خبرې كړي٬په دې كښې سرفهرست خبره دا ده چې تېر كال كوم تباه كن سېلاب راغلې و د دې په نتيجه كښې د شوي تباه كارۍ په اړ?? د خپل خيالاتو څرګندونه كړې۔دې ووئيل چې د سېلاب ځپليو بحالي٬تعميرنو په اړ?? بلاول بهټو زرداري په ډېرو م??مو معاملاتو خبري اترې كړي۔ دې ووئيل چې د سېلاب ځپليو بحالۍ او تعميرنو په اړ?? د بلاول بهټو زرداري هڅو له امله راروان مالي كال بجټ كښې د فنډ په رسنه هم خبره كړې۔وفاقي وزيرې ووئيل چې د تېرو څو ورځو په مهال داسې تاثرات رامخې ته كېږي چې شايد پاكستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ٠ن)ترمينځه ځينې مسئلې شته يا هغوي د يو بل څخه خفه دي۔دې ووئيل چې دا تاثرات غلط دي زمونږ بنيادي ايشوز د سېلاب ځپليو بحالي او تعمير نو وه او بلاول بهټو زرداري پرون په اسمبلۍ كښې په خپل تقرير كښې په دې تفصيل سره خبره كړې چې په كوم ډول هېواد د سېلاب سره مخ شو او څنګه 33 ملين كسان بې كوره شو۔دې ووئيل چې په دې اړ?? پاكستان پيپلز ګوند په هره كچه غږ پورته كړې٬د هېواد دننه او په نړيواله كچه دا رامخې ته كړې۔وفاقي وزيرې ووئيل چې د ملګرو م??تونو سېكرټري جنرل د پاكستان دوره كړې او هغه په يو داسې وخت كښې پاكستان ته راغلې كله چې د ملګرو م??تونو يوه مهمه غونډه روانه وه كومه كښې چې د هغه ګډون ډېر ضروري وي۔دې ووئيل چې په پاكستان كشې تباه كن سېلاب صورتحال وو چې په سبب يې د ملګرو م??تونو سېكرټري جنرل سمدستي پاكستان ته راورسېدو۔دې ووئيل چې مونږ هغه ته د هېواد ټولې سيمې ښودلې او د ستونزو باوجود مونږ سېكرټري جنرل هغه سيمو ته بوتللو او هغه پخپله د سخت تكليف حالات كتلې دي
پاكستان پيپلز ګوند تل په هېواد كښې د سياسي استحكام لپاره هڅې كړې دي٬د حساس ادارو شهيدانو يادګارونه ماتونكو ډاډګيرنه كول نه دي پكار۔د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزيري شازيه مري پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : quina acumulada