اسلام آباد۔5فروری (اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھ??و زرداري وئيلي دي چې د كشمير يووالې ورځې په موقعه پاكستانې اولس د خپلو كشميري وروڼو خوېندو قربانيو ته سلام وړاندې كوي كوم چې د تېرو 75 كلونو راهېسې هندي ظلم او زياتي سره مخ پاتې شوي دي۔ د كشمير يووالي ورځې په موقعه خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل نن د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوې جموں ??كشمير كښې 9 لكه هندي پوځ تعينات دې۔ ده ووئيل هند د كال 2019 اګست مياشتې 5 مې نېټې غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونو سره د مقبوضه جموں ??كشمير اولس غلې كولو نوې باب پرانستې دې۔ هندي واكمن د انتخابي حلقو تازه حد بندۍ ٬ غېر كشميري وګړو ته د لكھونو ??ه شمېر ډوميسائل اجرا كولو او په ووټر فهرستونو ??ښې د لكھونو ??ه شمېر غېر كشميري وګړي شاملولو سره كشميرې اولس په خپله خاوره يو اختيار نه لرونكي اقليت كښې بدلول غواړي۔ ده ووئيل هند له به په غېر قانوني توګه قبضه كړي جموں ??كشمير كښې د بشري حقونو ??ه ضد خلاف ورزۍ ختمول وي۔ هند بايد د 5 اګست 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات بېرته واخلي۔ خارجه وزير ووئيل زه خپلو كشميري وروڼو خوېندو ته دا باور وركول غواړم چې تر كومې كشميرې اولس هندي ظلم او زياتي سره مخ پاتې وي پاكستان ته به كله آرام رانشي او نه به خاموش تماشائي جوړ شي۔ ده ووئيل د جموں ??كشمير شخړه به د پاكستان د خارجه پالېسۍ يو مهم جز پاتې وي۔ ده ووئيل مونږ به د كشميري اولس مضبوط اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ تر هغه وخت روان ساتؤ تر كومې چې دوئي ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو ??ه مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه شوې نه وي۔
پاكستانې اولس د كشميري وروڼو ٬ خوېندو قربانيو ته سلام وړاندے كوي٬ بلاول بھټو زرداري
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria