اسلام آباد 30 جون (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي په بجټ بحث او د منظورۍ په مهال اپوزېشن ته د حكومتي غړو څخه زيات وخت وركړے شوے او ټولې چارې د قواعد له مخې ترسره كړے شوې۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د مسلم ليګ(ن)غړي خواجه محمد آصف او نورو لخوا د پورته كړو نكاتو په ځواب كښې ده ووئيل قامي اسمبلۍ د 5 ګهنټو 10 منټه اوږد بحث نه پس فنانس بل 2021 منظور كړے ۔په غونډه كښې د حكومت او اپوزېشن لخوا 244 غړو په بجت بحث كښې برخه اخستې او 69 ګهنټې 5 منټه بحث شوے۔اپوزېشن غړو له د بېل شوي وخت څخه 16 ګهنټې 5 منټه زيات او حكومتي غړو له بجټ بحث لپاره 13 ګهنټې څخه زيات وخت وركړے شوے۔ ده ووئېل د دې نه علاوه مطالبات زر او د كمي تحريكونو لپاره 16 ګهنټې 10 منټه او د سېنېټ په تجويزونو بحث لپاره يو ګهنټه 20 منټه وخت وركړے شوے۔په لازمي خرڅونو يو ګهنټه لس منټه بحث شوے۔ ده ووئېل په مجموعي توګه د بجټ په منظورۍ 93 ګهنټې وخت مصرف شوے ٬ دغسې د ضمني مطالبات زر منظورۍ لپاره به هم غړو ته نور وخت وركولې شي۔د كوم بجټ منظورۍ لپاره دا يو رېكارډ وخت دے كوم چې غړو ته وركړے شوے
په بجټ بحث او د منظورۍ په مهال اپوزېشن ته د حكومتي غړو څخه زيات وخت وركړے شو٬ټولې چارې د قواعد له مخې ترسره كړې شوې ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد