اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې په نړيواله كچه د پيچلي او عميق بدلونونو په دور كښې د پاكستان او چين سدا بهار تزويراتي مرسته كونكې شراكتداري د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره يو مضبوط بنياد وركوي٬پاكستان او چين ورورڼه هېوادونه دي او موڼږ به د خپلو بنيادي ګټو په چارو كښې د يو بل ملاتړ روان ساتو٬د احتساب٬سپيځلتيا٬د مېرټ بالادستۍ او د اسلامي خېرښېګړې په زرينو اصولو مې پاكستان تحريك انصاف تشكيل كړې۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د چين د كميونسټ پارټۍ(سي پي سي)د 100مې سالګرې په موقع د سي پي سي او سياسي ګوندونو د مشرانو غونډې ته په ورچوئل وېنا كښې وكړې۔د غونډې مشري كولو سره د چين صدر شي جن پنګ د پرانستې وېنا و??ړه??په غونډه كښې د نړۍ د بېلا بېلو برخو څخه د 500 نه زياتو د سياسي ګوندونو او لس زره سياسي كاركنانو او استازو هم ګډون وكړو۔وزيراعظم عمران خان په خپله وېنا كښې ووئي?? چې د چين د كميونسټۍ پارټۍ او د نړيوالو سياسي ګوندونو د مشرانو غونډې ته وېنا كول زما لپاره د اعزاز خبره ده۔زه د پاكستاني حكومت او اولس لخوا صدر شي جن پنګ او د چين اولس ته د چين د كميونسټ پارټۍ د تسيس په 100??ه ورځ مباركي وركوم۔زه باور لرم چې د مشرانو د دې غونډې پھ موقع تبادله خيال به د اولس خوشحالۍ په اړه په پرمختګ كښې د سياسي ګوندونو په كردار نوې رڼا واچوي۔ده ووئي?? چې په كال 1921 كښې د چين د كميونسټ ګوند قيام په نړيوال تاريخ كښې ډېر اثر لرونكې پېښه وه۔د چين كميونسټ ګوند د مشرتابه وژن د چينائي قوم جذبو ته ځلا وربخښلې او دوي ته يې د غېر ملكي تسلط څخه د آزادۍ حوصله وركړې۔چيئرمېن ماؤزے تنګ او بيا وروستو ډينګ شياؤفينګ خلكو ته نوې جذبه او اميد وركړې۔وزيراعظم ووئي?? چې دوي نوآبادياتي نظام كښې ښكيل قوم ته د آزادۍ د هڅو حوصله وركړې او د غسې يې د نوآبادياتي تسلط په خاتمه كښې خپل كردار ترسره كړې۔ده ووئي?? چې د چين د كميونسټ ګوند كاميابو په ??ول?? نړۍ كښې سياسي ګوندونو لپاره د سوچ نوې دروازے پرانستې دي۔د چين كميونسټ ګوند ثابته كړې چې د سياسي طاقت ترلاسه كولو بنيادي مقصد د اولس په ژوند كښې بدلون راوستل او دوي د خپل قسمت په خپله مالك جوړول دي٬حقيقت دا دے چې سياسي ګوندونه په هغه صورت كښې اولسي ملاتړ ترلاسه كولې شي كله چې دوي د اولس خذمت كوي۔د صدر شي جن پنګ بصيرت لرونكې مشرۍ په چين كښې بدلون او د دې پرله پسې په پرمختګ كښې نبيادي كردار ترسره كړې۔ده ووئي?? چې چين د ډېر غربت خاتمه كړې او د اعتدال خوښې خوشحاله ??ول??ې د تشكيل منزل او مريخ ته رسېدلې۔ده ووئي?? چې پاكستان د نړيوال امن تحفظ٬په نړيوال پرمختګ كښې د مرستې كردار او نړيوال نظام په ځاې ساتلو لپاره د چين د هڅو ملاتړ كوي۔وزيراعظم ووئي?? چې چې په نړيواله كچه د پيچلي او عميق بدلونونو په دور كښې د پاكستان او چين سدا بهار تزويراتي مرسته كونكې شراكتداري د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره يو مضبوط بنياد وركوي٬پاكستان او چين ورورڼه هېوادونه دي او موڼږ به د خپلو بنيادي ګټو په چارو كښې د يو بل ملاتړ روان ساتو۔سږ كال د پاكستان او چين ترمينځه د سفارتي اړيكو جوړېدو د 70مې سالګرې موقع هم ده۔دواړه هېوادونه دا تاريخي كاميابي په ښه ډول لمانځي زه باور لرم چې كال 2021م به زمونږ آزمائېلې شوې دوستۍ ته نوې قوت او جذبه وبخښي۔ده ووئي?? چې مونږ ته به امن او پرمختګ٬د خپل اولس خېر ښېګړې او ټول انسانيت لپاره د شريك سباؤن د ??ول??ې تشكيل پشان وقار لرونكې مقاصد مخ په وړاندې بوتللو لپاره په ګډه كار كول وي
د پاكستان او چين سدا بهار تزويراتي مرسته كونكې شراكتداري د امن٬پرمختګ او )خوشحالۍ لپاره يو مضبوط بنياد وركوي٬پاكستان او چين ورورڼه هېوادونه دي او موڼږ به د خپلو بنيادي ګټو په چارو كښې د يو بل ملاتړ روان ساتو۔وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش