اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كورونو د كم لګښت پروژې په ټاكلې موده كښې ترسره كولو او طريقه كار بهتر او اسانولو لپاره د اقداماتو هدايت كولو سره وئيلي دي د 1.4 ټرېلين روپو د 70000 نه د زياتو كوررنو منظوري وركړې شوې چې په تعميراتي صنعت به ئې په مجموعي توګه د 7.3 ټرېلين روپو اثر پرېوځي او 12 لكه ملازمتونه به راپېدا شي، دا د پي ټي آئي د حكومت لويه كاميابي ده چې په ټول 80,000 درخواستونو كښې د 130 اربه روپو 35420 درخواستونه منظور كړے شوي او تر اوسه 13,407 درخواست كوونكو ته په مجموعي توګه 46 اربه روپې وركړې شوي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ په خپله مشرې كښې د هاٶسنګ، تعميرات او پرمختګ په اړه د اېن سي سي غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم ووئيل هره اونۍ د 7 اربه روپو درخواستونه ترلاسه كېږي چې پكښې 4 اربه روپې منظورولې شي او 2 اربه روپې هره اونې وېشلې شي. د دې نه معلومېږي چې وضع كړے نظام په موثر ډول كار كوي. د پي ټي آئي حكومت د كم او متوسط امدن لرونكې طبقې ته د كم قيمت كورونو وركړې په اړه مهمه بريا ترلاسه كړې . ده ووئيل د پي ټي آئي منشور له مخې حكومت زمونږ د جي ډي پي په مقابل كښې په هاٶسنګ فنانس كښې هر كال د 1 فيصد اضافې كولو په پلو روان دے. غونډې ته ووئيل شول د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د كم لګښت كورونو لپاره يو پائيدار اېكو سسټم جوړ او عملي كړے شوے او دې سره دا څانګه په تندې سره د پرمختګ جوګه شوې. فور كلوژر قانون د خپل روح له مخې نافذ كړے شوے او د سبسډي نه پس مارك اپ ﴿يوازې دوه فيصده﴾ دے او قرض د 20 كلونو لپاره وركولې شي. په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شوكت فياض ترين، چوهدري فواد حسېن، وزير مملكت فرخ حبيب، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل، د سټېټ بنك ګورنر ، د اېن اے پي اېچ ډي اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انور علي حېدر﴿ر﴾ د آر يو ډي اے چيف اېګزېكټو آفيسر عمران امين، د پنجاب او بلوچستان چيف سېكرترانو او نورو اړوندو چارواكو هم ګډون كولو.
د كورونو د كم لګښت پروژې په ټاكلې موده كښې ترسره كول او طريقه كار بهتر او اسانولو لپاره دې اقدامات وكړے شي. د وزيراعظم عمران خان د هاٶسنګ، تعميرات او پرمختګ په اړه د اېن سي سي غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری