د خزانې وفاقي وزير شوكت فياض ترين د راتلونكي مالي كال د 8487 اربه روپو وفاقي بجټ وړاندې كړو


اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت فياض ترين د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د راتلونكي مالي كال 22-2021 د 8487 اربه روپو وفاقي بجټ وړاندې كړے ۔په بجټ كښې د وفاقي سركاري ملازمينو تنخا او په پنشن كښې لس فيصده زياتوالے شوے ٬ د سركاري څانكې د پرمختيائي بجټ حجم 900 اربه روپۍ دے٬كم نه كم مياشتيز اجرت 20 زره روپۍ ټاكلے شوے٬بجټ به د مستحكم معاشي كاركردګۍ زيرې ثابت شي٬مونږ د وزيراعظم د فلاحي ټولنې وژن عملي كولو لپاره هڅې كوو ٬ د كومې عملي څرګندونه چې زمونږ پېغمبر(ص) وړاندې كړې وه٬د مدينې فلاحي ټولنه يو داسې نظام دے كوم چې خلق د تيارو نه د رڼا په لوري بيائې۔د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د كال 22-2021 وفاقي بجټ وړاندې كولو سره د خزانې وفاقي وزير شوكت فياض ترين ووئيل د تحريك انصاف د حكومت لخوا دا دريم بجټ دے او دا په ايوان كښې وړاندې كول زما لپاره د اعزاز خبره ده۔د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې مونږ د معيشت بيړه د ډېرو طوفانونو نه راويستلو سره ساحل ته رسولې۔ده ووئيل ستونزې شته خو معيشت ته مستحكم بنياد وركړے شوے او اوس دا د پرمختګ او خوشحالۍ پلو روان دے۔په تېر وخت كښې كوم بل حكومت داسې سختو حالاتو سره نه دے مخ شوے خو مونږ د دې سختو حالاتو په مړانه مقابله كړې او د استحكام پلو روان يو٬دا كاميابي د وزيراعظم عمران خان د مثالي مشرۍ نه بغېر ممكن نه وه۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل ټولو ته معلومه ده چې د عمران خان حكومت ته خراب معيشت پاتې شوے ؤ٬كه يو خوا مونږ د ډېرو زياتو قرضونو له امله د ديواليه كېدو صورتحال سره مخ وو نو بل خوا د درآمدات طلب پوره كولو لپاره هم پیسې نه وې۔وفاقي وزير ووئيل كله چې زمونږ حكومت راغلو نو د كرنټ اكاؤنټ خساره د 20 اربه ډالرو په تاريخي لوړه كچه وه۔په برآمدات كښې د منفي 0.14 فيصد شرح په حساب اضافه شوې وه او په درآمدات كښې د 10 فيصد نه هم زياته اضافه شوې وه٬قرض او واجبات كوم چې د كال 2013م د جون په 30مه نېټه د 16 ټرېلين روپو وو٬د كال 2018م د جون تر 30مه نېټې په تندۍ سره تر 30 ټرېلين روپو رسېدلې وو او دا په قرض كښې 14 ټرېلين روپۍ يا 88 فيصد اضافه وه۔شرح سود هم په مصنوعي توګه كم ساتلے شوے و٬د بجټ خساره د جي ډي پي 6.6 فيصد وه كومه چې په تېرو پنځو كلونو كښې تر ټولو زياته وه۔د زرمبادله بهرنې ذخيرې تر ډېره حده په قرض اخستو زياتې كړې شوې وې۔ده ووئيل دا د هغې تباهۍ داستان دے چې د پاكولو او د بيا رغونې ذمه واري يې زمونږ په سر راغلې٬سره د دې پس منظر هم د 5.5 فيصد د معاشي پرمختګ نعرې وهلې كېدې۔ده ووئيل زمونږ تر ټولو لويې چېلنج د خپلو نړيوالو ذمه وارو په لړ كښې د ډيفالټ كېدو نه بچ كېدل او معيشت ته استحكام وركول وو٬كه هر څو د كورونا وبا له امله د پیدا شوي بحران له امله د معيشت په مستحكم كولو كښې وخت لګېدلے خو سره د دې مونږ دا دواړه مقاصد ترلاسه كړي۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان حكومت د سختو پريكړو كولو نه دے وروستو شوے۔د دې سختو پريكړو نه بغېر د صورتحال نه وتل مشكل كار دے۔وفاقي وزير ووئيل زمونږ د اقداماتو په نتيجه كښې د 20 اربه ډالرو د كرنټ اكاؤنټ خساره د اپرېل 2021 تر آخره په 800 ملين ډالرو سرپلس بدله شوې۔پرائمري ډيفيسټ د 3.8 فيصد نه يو فيصد ته راوستلے شوے۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل مونږ د استحكام نه د معاشي پرمختګ په پلو روان شوي يو٬د ډېرو هڅو نه پس حكومت د معيشت په استحكام او د پرمختګ په لاره اچولو كښې بريالې شوے ۔په دې عمل كښې د كووېډ 19 د نړيوالې وبا له امله د يو كال نه د زياتې مودې تاخير شوے ۔پاكستان د وبا د دوو اضافي چپو سره مخ شوے خو د لوي څښتن په مهربانۍ سره پاكستان د وبا د سختو اثراتو څخه بچ شوے او د معاشي بحالۍ او د پرمختګ سفر يې روان ساتلے ۔ده ووئيل مونږ په داسې وخت كښې د پرمختګ په عمل كښې داخل شوي يو٬كله چې د منطقې په ځينې هېوادونو كښې د ځاني او مالي زيان له امله سخت صورتحال رامينځ ته شوے۔ده ووئيل د عمران خان فهم او فراست پاكستان د لوې تباهۍ څخه بچ كړے او د منطقې د نورو هېوادونو په مقابل كښې موڼږ په تندۍ سره د وبا د آغېز څخه راوتلې يو٬د حكومت دا كاركردګي د اپوزېشن په وړاندې ده كه هغوي يې جاج اخستل غواړي نو اخستلې شي۔ده ووئيل په معاشي پرمختګ كښې د اضافې شرح په هره څانګه كښې رېكارډ كړې شوې٬د كركيلې په څانګه كښې سره د دې چې د قحطي ملخانو بريد شوې٬فصلونه ښه شوي او زيات پیداوار شوے٬د صنعت د څانكې كاركردګي هم غېر معمولي وه۔د دې څانګې په كاركردګۍ كښې تقريبا 9 فيصد زياتوالے شوے ۔د مواصلات٬ټرانسپورټ٬بنكننګ٬فنانس٬د سرمايه كارۍ ماركيټ٬انشورنس وغېره په څانګو كښې هم پرمختګ شوے۔د دې څانګو بهترۍ سره به غربت كم شي او د روزګار موقعې به راپېدا شي۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل د كووېډ 19 په مهال د ځپليو مالي مرسته شوې٬اېن سي او سي خلق د وبا د صورتحال څخه خبر ساتلي او د خلقو يې د احتياطي تدابيرو په اړه لارښونه كړې۔د عمومي لاك ډاؤن لګولو په ځاے مونږ خلقو ته د معاشي چارو جاري ساتلو موقع وركړې٬د دې اقداماتو په نتيجه كښې د معيشت پايه روانه ساتلې شوې او د هېواد په پېداوار كښې د اضافې سبب ګرځېدلې۔ده ووئيل د احساس پروګرام د لارې پرله پسې په دوهم كال د 40 فيصده نه زياتو خلقو ته د نغدې مرستې په توګه 12 ملينه كورنيو ته ګټه رسېدلې چې دغسې د وبا د بد آغېز آزاله وشي۔وفاقي وزير ووئيل زمونږ په تاريخ كښې په ترسيلات زر كښې زياته اضافه شوې او دې سره د خلقو د خريدارۍ قوت زيات شوے ۔د مهمو فصلونو په پېداوار كښې د تاريخي اضافې د لارې كروندګرو 3100 اربه روپۍ آمدن تر لاسه كړے۔ده ووئيل په لارج سكيل مينوفيكچرنګ كښې ښه پرمختګ شوے او دې سره د روزګار موقعې راپېدا شوي۔ده ووئيل د كووېډ 19 سره هم د تېر يو كال په مهال د يو كس په آمدن كښې اوسطا ً 15 فيصد اضافه شوې۔ده ووئيل هغه خلق كوم چې معاشي پرمختګ ت هد شك په سترګه ګوري هغوي ته وئېل غواړم چې هغوي د ټېكس په وصولۍ كښې د 18 فيصده زياتوالي وجوهاتو وضاحت وكړي۔دوي سره د كومې خبرې ځواب نشته٬د ټېكس په وصولۍ كښې دا اضافه د تېرو 5 كلونو په مهال تر ټولو زياته ده۔د ټېكس په وصولۍ كښې د بهترۍ بنيادي وجه په معيشت كښې غېر معمولي كاركردګي ده٬په هېواد كښې د ټېكس وصولۍ د 4 زره اربه روپو نفسياتي حد عبور كړے شوے٬داسې په جبر يا د ريفنډ نه وركولو له امله نه دي شوي ٬مونږ د ريفنډ ادائيګي هم كړې كومه چې د تېر كال په نسبت 75 فيصده زياته ده۔ده ووئيل مونږ سږ كال 312000 نوي ټېكس وركونكې رامخې ته كړي كومو چې سره د ريټرن 51 ارب روپۍ ټېكس ادا كړے۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل د تېر وخت په مقابل كښې زمونږ برآمدات تر ټولو زيات دي٬سږ كال په برآمدات كښې 14 فيصد اضافه شوې۔ده ووئيل په كال 2018م كښې كرنټ اكاؤنټ خساره زمونږ لپاره يو لويې چېلنج ؤ ٬په دې پوره قابو موندلے شوے او سرپلس شوې ۔ده ووئيل سمندر پورې پاكستانيانو د هېواد په بهرنۍ كهاتو كښې بهترۍ لپاره مهم كردار ترسره كړے او دوي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د پوره باور څرګندونه كړې۔په ترسيلات زر كښې 25 فيصده اضافه شوې او ترسيلات زر 29 اربه ډالرو ته رسېدلي۔ده ووئيل بهرنۍ زرمبادله نه يوازې مستحكم شوې بلكې په دې كښې بهتري او اضافه هم شوې۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل مونږ د ګرانۍ فشار سره مخ يو٬د دې په وجه د كم آمدن طبقې معاشي حالات ځپلې شوي ٬بايد دا خبره اومنلې شي چې زياتره ګراني د خوراكي څيزونو د ګرانۍ له امله ده چې زياته برخه يې د درآمد كولو په وجه ګرانۍ سره مخ ده۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل پاكستان اوس فوډ ډيفيسټ هېواد جوړ شوے چې مونږ پكښې غله٬چيني٬خوراكي تېل او دالونه درآمد كوو۔نن سبا په نړيواله كچه د خوراك او څښاك څيزونو بيعې په لوړه كچه دي٬د تېر يو كال څخه د خام تېلو په بيعو كښې تقريبا 180 فيصد اضافه شوې٬د هېواد په كچه مونږ يوازې 45 فيصد اضافې ته محدود شوي يو٬په نړيوالو ماركيټونو كښې د غنمو بيعه 27 فيصد زياته شوې۔د چينو بيعه كښې په نړيواله كچه 56 فيصد اضافه شوې ٬ خو د هېواد په كچه اتلس فيصده ګرانه شوې۔په نړيوالو ماركيټونو كښې د خوراكي تېلو پبيعه كښې 76 فيصد اضافه شوې٬په ځايې ماركيټونو كښې په دې كښې 21 فيصد اضافه شوې۔ده ووئيل په بيعه كښې په بدلون وزيراعظم پخپله خاص نظر ساتلے۔ده ووئيل مونږ ته به خپل هېواد په خوراك كښې خود كفيل كول وي۔د دې مطلب دا دے چې مونږ ته به كركيلې ته پام كول وي۔وفاقي وزير ووئيل په سركاري قرض كښې اوس كمے راتلل پېل شوي ۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل د دې خبرې په اعلان كولو خوشحاله يم چې اوس د معيشت استحكام تر كافي حده ترسره شوے٬ په كال 22-2021 كښې به مستحكم پرمختګ ته زمونږ پام وي٬راتلونكي كال لپاره مونږ د معاشي پرمختګ هدف 4.8 فيصد ټاكلے۔ده ووئيل د 74 كلونو څخه زمونږ په معاشي توګه كمزورې طبقه معاشي خوشحالۍ لپاره ترسېږي۔وزيراعظم د تاريخ روح بدلول غواړي٬هرې شهري كورنۍ ته به تر 5 لكه د سود نه بغېر قرض وركولې شي۔هرې يوې كورندګرې كورنۍ ته به د هر فصل كروندې لپاره يو نيم لك روپۍ د سود نه غېر قرض وركولې شي۔ټريكټرو او مشيني مرستې لپاره به د سود نه غېر 2 لكه روپۍ قرض وركولې شي٬دې ټولو كورنيو ته به د كم آمدن كورونو په مد كښې تر 20 لكه روپو اسان قرض وركولې شي چې دغسې دوي خپل كور جوړ كړې شي٬هرې كورنۍ ته به د روغتيا كارډ وركولې شي او د هرې كورنۍ يو كس ته به وړيا تكنيكي تربيه هم وركولې شي۔ده ووئيل چې كله مونږ په دې عمل وكړو نو دې سره به خپل غريب اولس ته يو مكمل پېكج وركړو او د دې وركړې نعره خو ډېرو مشرانو وهلې خو وركړی ئې هيڅ نه دي٬خو اوس عمران خان د مدينې د رياست چې كوم لوظ كړے دا د هغې يوه لازمي تقاضا ده٬زمونږ په آبادۍ كښې 65 فيصده برخه د 30 كلونو نه د كم عمر كسانو ده٬كه مونږ دوي ته روزګار ورنه كړے شو او د دوي پرمختګ لپاره مو اقدامات ونه كړل نو مونږ به دا مهمه سرمايه ضائع كړو۔ده ووئيل مونږ په راتلونكو دوه دريو كلونو كښې د 6 نه تر 7 فيصد پرمختګ باوري كول غواړو ٬ دې سره به ځوانان روزګار ترلاسه كړي او خوشحال ژوند به تېر كړي۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل په دې وخت كښې په پاكستان كښې د يو كروړ كورونو كمے دے٬د وزيراعظم د كورونو او ودانو پېكج سره په دې څانګه كښې ډېرو معاشي چارو او دې څانګې سره تړون لرونكو صنعتونو ته وده تر لاسه شي ۔دې مقصد لپاره د نيا پاكستان هاؤسنګ اتهارټي جوړه كړې شوې۔په ټېكس كښې د رعايت يو پېكج په خاص توګه جوړ كړے شوے۔د دې نه علاوه حكومت د كم آمدن كورنيو ته خپل كور اخستو يا جوړولو له مرستې لپاره درې لكه روپۍ سبسډي وركوي٬دې مقصد لپاره په نوې بجټ كښې 33 اربه روپۍ اېښودلې شوي۔ په پاكستان كښې په وړومبي ځل مورګېج فناننسنګ پېل كړے شوے٬د پاكستان جوړېدو نه تراوسه دا اقدام نه ؤ شوے ٬ دا د وزيراعظم عمران خان د هڅو نتيجه ده٬ده ووئيل د سماجي تحفظ او غربت خاتمې لپاره حكومت احساس پروګرام پېل كړے چې له مخې يې نور ډېر پروګرامونه پېل كړې شوي ۔په نوي بجټ كښې احساس پروګرام لپاره د 260 اربه روپو تجويز وركړے شوے۔ده ووئيل د توان په څانګه كښې اصلاحات شوي ۔په راتلونكو دوو كلونو كښې به نن د دې څانكې ټولې ستونزې حل كولو لپاره لا اصلاحات كوو۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل دا بجټ پرمختيائي بجټ دے٬ دا به د پرمختګ سبب ثابت شي٬دا ځكه زه وائيم چې مونږ پرمختيائي بجټ د 630 اربه روپو نه 900 اربه روپو ته رسولې٬په پرمختيائي بجټ كښې دا 40 فيصده اضافه ده۔ده ووئيل راتلونكي كال لپاره زمونږ په پرمختيائي ترجيحات كښې د خوراك او د اوبو شتون٬د توان تحفظ٬د سړكونو بهتري٬د چين پاكستان معاشي راهداري٬د خاص اقتصادي ځايونو جوړول او فعاله كول٬پائيدار پرمختيائي اهداف٬د موسمياتي بدلون په ضد اقدامات٬د ټېكنالوجۍ په مرسته په علم كښې پرمختګ او د سيمو ترمينځه د فرق خاتمه شامل ده ۔د خزانې وزير ووئيل په دې خوشحاله يم چې دې چې قامي اقتصادي كونسل د 2135 ارب روپۍ د تاريخي پرمختيائي بجټ منظوري وركړې۔دا د تېر كال د منظور شوي بجټ څخه 33 فيصد زيات دے۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل زموڼږ حكومت د كركيلې څانګې ته ډېر اهميت وركوي٬سږ كال زمونږ په پېداوار كښې ډېره اضافه شوې خو په دې څانګه كښې زيات پېداواري صلاحيت موجود دے۔ده ووئيل راتلوكي كال لپاره مونږ د زرعي څانكې اقدامات لپاره 12 اربه روپۍ بېلې كړې۔وفاقي وزير ووئيل په بجټ كښې د اوبو تحفظ باوري كولو لپاره 91 اربه روپۍ بېلولې شي۔د اوبو څخه د برېښنا جوړولو پروژې د دې نه علاوه دي٬د داسو هائيډرو پاور پروژې وړومبي پړاو لپاره 57 ارب روپۍ ٬ د ديامر بهاشا بند لپاره 23 ارب روپۍ٬مومند بند لپاره 6 اربه روپۍ٬نيلم جهلم پروژې لپاره 14 اربه روپۍ بېلولې شي۔ده ووئيل چحكومت په تندۍ سره د سي پېك جوړولو لپاره عزم لري۔تراوسه د 13 اربه ډالرو د ماليت 17 لويې پروژې ترسره كړی شوي ۔د 21 اربه ډالرو د ماليت په نورو 21 پروژو كار روان دے٬ 26 پروژې د منصوبه بندۍ په پړاؤ كښې دي د كومو ماليت چې 28 اربه ډالره دے۔د سي پیك له مخې په يو شمېر پروژو كار روان دے۔ده ووئيل اېم اېل ون يوه مهمه پروژه ده٬د دې لګښت 9.3 ارب ډالر دے٬دا به په دريو پیكجونو كښې ترسره كولې شي۔ده ووئيل زمونږ حكومت په دې قامي پروژه په تندۍ سره كار كول غواړي ٬ د دې په نتيجه كښې به د لكونو په شمېر خلكو ته ګټھ ورسي۔ده ووئيل مونږ د برېښنا څانكې بهترۍ لپاره په بجټ كښې 118 اربه روپۍ بېلې كړي چې پكښې 8.5 ارب روپۍ د داسو څخه 2160 مېګاواټ برېښنا پېدا كولو لپاره دي۔د روانو پروژو ترسره كولو لپاره به هم سرمايه كاري كولې شي۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل حكومت د پاتې سيمو پرمختګ لپاره خاص پرمختيائي پېكج پېل كړے چې دغسې دا سيمې د هېواد نورو پرمختلليو سيمو سره برابرې كړی شي۔دې مقصد لپاره د 100 اربه روپو تجويز دے۔د سوئېلي بلوچستان لپاره د پرمختيائي پلان له مخې د 601 اربه روپو په لګښت د 199 پروژو په مد كښې مونږ په دې بجټ كښې 20 اربه روپۍ بېلې كړي۔د كراچۍ ټرانسفرمېشن د پلان پروژه د 739 ارب روپو ده٬په دې كښې به وفاقي حكومت 98 اربه روپۍ وركوي۔د ګګت بلتستان د سوشو اكنامك ډوېلپمنټ پلان پروژه د 162 ارب روپو ده٬په دې بجټ كښې دې لپاره 40 اربه روپۍ بېلولې شي۔د سندھ د 14 څخه زياتو ضلعو لپاره پرمختيائي پروژو لپاره بجټ كښې 19.5 ارب روپۍ بېلې كړی شوي ٬د دې پروژې ټول لګښت 444 اربه روپۍ دے۔د خېبرپښتونخوا نوو ضم شوو ضلعو پرمختګ ته حكومت خاص اهميت وركوي٬د راتلونكي مالي كال په بجټ كښې د دې ضلعو پرمختګ لپاره 54 اربه روپۍ بېلې كړی شوي ٬په دې كښې 30 اربه روپۍ لس كلن پرمختيائي پلان لپاره دي۔په بجټ كښې د موسمياتي بدلون چېلنج مقابلې لپاره د حكومت د بلين ټري سونامي پروژې لپاره 14 ارب روپۍ بېلې كړی شوي ۔د سماجي څانګې پرمختګ لپاره د پي اېس ډي پي په مد كښې 118 ارب روپۍ بېلې كړی شوي ۔وفاقي وزير ووئيل وسيلې او په خاص توګه د ټيكس وصولي موبلائيز كول زمونږ په معاشي پالېسۍ كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ټېكس رجيم ري سټريكچر كول او ټېكس انتظاميه لا فعاله كول زمونږ د بنيادي حكمت عملۍ برخه ده۔ده ووئيل په تنخادار طبقه به كوم نوې ټېكس نه شي لګولے٬ده ووئيل وړوكې كاروبار زمونږ په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري كوم چې نه يوازې زياتېدونكي آبادۍ ته د روزګار موقعې وركوي بلكې معاشي پرمختګ ته وده هم وركوي٬ده ووئيل د رجسټرډ كسانو آسانې او كاروباري آسانې زياتولو لپاره مونږ ډېر سكيمونه معرفي كړي٬په ځايې كچه جوړېدونكو د 850 سي سي موټرو له د فېډرل ايكسائز ډيوټي څخه خلاصے وركولے شي۔د دې نه علاوه د سيلز ټېكس شرح د 17 فيصد نه 12.5 فيصد كولې شي او ويليو اېډېډ ټېكس ختمولې شي۔د 2019 فنانسنګ له مخې په خوراكي تېلو غوړو او د فولادو په مصنوعاتو فېډرل ټېكس لګولے شوے ؤ خو په وفاقي او صوبائي قبائېلي سيمو كښې د صنعتونو لخوا په دې اعتراضات شوے وو ځكه دا فېډرل ايكسائز ډيوټي بېرته اخستلې كېږي۔ده ووئيل د فنانس ايكټ 2019 د لارې د ميوو په رس فېډرل ايكسائز ډيوټي نافذ كړې شوې وه ٬ دې سره بيعې زياتې شوې ۔دا فېډرل ايكسائز ډيوټي بېرته اخستلې كېږي۔ده ووئيل د قرآن پاك په پائيدار او په ښه معياري كاغذ پرنټنګ او اشاعت زمونږ د ايمان برخه ده۔په دې لړ كښې د قرآن پاك پرنټنګ او اشاعت لپاره په استعمالېدونكي د ښه معيار په آرټ او پرتنګ پيپر درآمد رعايت وےكولې شي۔د برېښنا ګاډو ودې لپاره ډېر زيات د ټېكس مراعات وركولې شي٬د اليكټرك ګاډو د سېلز ټېكس په شرح كښې د 17 فيصد نه تر 1 فيصد كمے كولے شي۔ده ووئيل اولس ته رېليف او په كاروبار كښې آسانيو لپاره په ټېلي مواصلات د فېډرل ايكسائز ډيوټۍ شرح د 17 فيصد 16 فيصد كولو تجويز دے۔ده ووئيل د كووېډ 19 لاك ډاؤن له امله د آن لائن ماركيټ د لارې غېر معمولي فروخت ليدلے شوے۔تجويز دے چې د آن لائن ماركيټ د لارې دا په سيلز ټېكس كښې راوستلے شي٬ده ووئيل د تېرې څه مودې راهسې د ټېلي مواصلات په څانګه كښې ډېر پرمختګ شوے٬د دې څانګې څخه تر جائز حد ريونيو ترلاسه كولو لپاره د درېو دقيقو نه په زيات موبائېل فون كالز٬د انټرنېټ ډېټا په استعمال او د اېس اېم اېس په پېغاماتو فېډرل ايكسائز ډيوټي نافذ كولې شي۔دې سره به د آبادۍ په يوه لويه برخه معمولي ټېكس نافذ شي۔ده ووئيل د وزيراعظم د وژن له مخې پاكستان په نړۍ كښې سېلګرۍ لپاره د دوستانو هېواد جوړولو په لړ كښې په بجټ كښې د سېلګرۍ څانګې ته خاص پام شوې۔په دې څانګه كښې كسټم ډيوټي صفر سلېب كښې شامله كړې شوې يا رعايتي نرخونه وركړی شوي۔په ريګوليټري ډيوټۍ هم نظرثاني شوې۔د خزانې وزير ووئيل حكومت د هغه ستونزو نه ښه خبر دے د كومو له ا مله چې سركاري ملازمين د ګرانۍ په شرح كښې اضافې سره مخ شوي۔تېر كال د مالي ستونزو صورتحال له امله كفايت شعاري اختيار كړې شوې وه دغسې د سركاري ملازمينو تنخاګانې هم نه وې زياتې كړی شوې٬په معاشي حالاتو كښې څه بهتري راغلې او مونږ محسوسوو چې په بيعو كښې د اضافې په وجه د خلقو د خريد قوت هم ځپلے شوے۔دې لپاره د سركاري ملازمينو ته به د يكم جولائي 2021 څخه لس فيصده اېډهاك رېليف الاؤنس وركولې شي۔د جولائي د وړومبۍ نېټې 2021 څخه به د وفاقي حكومت د ټولو پنشن اخستونكو په پنشن كښې 10 فيصده اضافه كولې شي٬اردلي الاؤنس د 14 زره نه 17 زره 500 روپۍ مياشتيز كولې شي۔د ګرېډ 1 نه تر 5 د ملازمينو انټي ګريټډ الاؤنس د 450 روپو نه 900 روپۍ كولې شي۔د كم آمدن په خلقو د ګرانۍ فشار كمولو لپاره كم نه كم اجرت 20 زره روپۍ ټاكلے كېږي۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل موڼږ داسې بجټ وړاندې كړے كوم چې د ډاډ وړ دے٬انشاﺀ الله دا بجټ به د مستحكم معاشي كاركردګۍ زيرے ثابت شي۔مونږ يو داسې معاشي پروګرام وړاندې كړے كوم به چې د ټولنې د ټولو طبقو د خېرښېګړی سبب جوړ شي۔ده ووئيل په دې بجټ كښې د كركيلې نه واخله تر صنعت او د خذمات د څانګې نه واخله تر سماجي څانګې مزدورانو٬كروندګرو٬مېرمنو٬زده كونكو٬بې كوره كسانو٬سركاري ملازمينو او ځوانانو لپاره اقدامات شوي او په تاريخ كښې په وړومبي ځل د 40 نه تر 60 لكه غريبو كورنيو سره مالي مرسته شوې كوم چې په تېر وخت كښې د خپل ژوند بدلولو په انتظار وو۔اوس وزيراعظم دوي ته د اوسېدو ځاے وركولو ٬ په آمدن كښې د اضافې موقعو راپېدا كولو ٬ د روغتيا تحفظ او د يو مكمل پیكج د لارې تربيه وركولو سره د دوي په خوشحالۍ كښې د اضافې پريكړه كړې۔په دې بجټ كښې هر چا لپاره څه نه څه موجود دي۔ده ووئيل څنګه چې مونږ د خپلې وېنا په پېل كښې وئېلي وو دا پرمختيائي بجټ دے كوم به چې د هېواد د پرمختګ ضامن وي۔دا هېواد په خپلو پښو د اودرېدو جوګه كولو بجټ دے۔دا يو داسې بجټ دے چې پكښې د خوږ وطن د بې وسه او غريبو طبقو خيال ساتلے شوے ٬دا يو داسې بجټ دے جې پكښې ځوانان د ټولنې فعاله غړي جوړولو لپاره تجويزونه شامل كړی شوي دغسې دوي د موقعو څخه استفاده وكړې شي۔ده ووئيل زمونږ تعليم يافته ځوانان د چېلنجونو څخه د ډكو موقعو په لټون كښې دي چې د لارې به يې دوي د نوې نړۍ د چېلنجونو مقابله وكړې شي او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ نړۍ او د مصنوعي ذهانت پشان د علومو څخه استفادې كولو لپاره هر وخت چمتو وي۔هم دا وجه ده چې مونږ په برآمدات كښې اضافې لپاره د آئي ټي په څانګه انحصار كوو۔ده ووئيل زمونږ په كركيله كښې د پرمختګ د صلاحيت څخه ګټه نه ده پورته شوې ٬مونږ په زرعي څانګه كښې سرمايه كاري كول غواړو چې دغسې منډيانو ته د كروندګرو رسنه آسانه كړې شي٬ دوي ته معياري تخمونه وركړې شي٬دوي ته قرض او اوبه آسانې كړې شي۔د كركيلې اصل اهميت به هغه وخت ترلاسه شي كله چې مونږ خپل كروندګر د زيات پېداوار جوګه كړو۔كه مونږ په داسې كولو كښې بريالي شوو نو دوي به پخپله غله د نړيوال معيار له مخې بيعې ترلاسه كړي۔ده ووئيل مونږ خلقو ته كورونه وركوو چې دغسې په هېواد كښې بې كوره خلق خپل كور ولري٬د خزانې وفاقي وزير ووئيل مونږ د وزيراعظم د فلاحي ټولنې وژن عملي كولو لپاره هڅې كوو د كومې عملي څرګندونه چې زمونږ پېغمبر(ص) وړاندې كړې وه٬د مدينې فلاحي ټولنه يو داسې نظام دے كوم چې خلق د تيارو نه د رڼا په لوري بيائې

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس