اسلام آباد۔30مئی (اے پی پی) د پارلیمنټ د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د پي اے سي چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ كښې وشوه۔ په عونډه كښ د پي اے سي د غړو په شمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د احتساب بېورو آډټ اعتراضونو جاج واخستے شو۔ د نېب لخوا په آډټ پېراز، د بدعنوانۍ په ځنډولې شوې كېسونو او انكوائريزي بريفنګ وركړے شو۔ پی اے سی ته ووئيلې شؤ چې د پمز او پولی کلینک روغتون اسلام آباد ګرېډ 19 افسرانو ته ناڅاپي د ګرېډ 17 برابر تنخا وركول پېل شوي دي۔ نورعالم خان ووئيل ډاكټرانو سره دې دا ظلم ونكړې شي۔ پی اے سی د ډاكټرانو او نرسانو د رېګولر پروموشن هدايت هم وكړو۔ ده ووئيل نېب ته چې په يو كال كښې څومره كېسونه لېږلې شوي دي هغه ټول ځنډولې شوې دي ٬ ده د نېب چيئرمېن په غېر حاضر پاتې كېدو د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره ووئيل د نېب نه زياته رېكوري خو پي اے سي كړې ده۔ پی اے سی هدایت وكړو چې راروانو درې ورځو كښې به بيا غونډه كېږي د نېب چيئرمېن دے وړاندے شي۔ د غونډې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې نور عالم خان ووئيل كه نېب رېكوري نه كوي نو مونږ ته دې كېسونه بېرته راولېږي دغسې چې مونږ د اېف آئي اے د لارې رېكوري وكړؤ۔ ده وئيل د سمندر پورې پاكستانيانو او دوه ځائيز شهريت لرلو كښې لوئے فرق وي۔ دوه ځايئز شهريت لرونكي د بل هېواد د وفادارۍ څوګند پورته كوي۔ كه دوئي كار نه كوي نو دې سره د هېواد زيان كېږي۔ حكومت بايد په دې معامله قانون سازي وكړي
د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه٬د قومي احتساب بېورو آډټ اعتراضونو جاج واخستے شو
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل