اسلام آباد 07 مئي ﴿اے پي پي﴾ د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئېلي دي چې زده كونكو ته به د قائد د پاكستان حفاظت٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره خپل كردار ترسره كول وي٬پاكستان د تهري او فور جي سپيكټرم په نيلامۍ او د ډيجيټل ټېكنالوجۍ د مركزونو جوړولو په څانګه كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې دي٬هغه ورځ لرې نه ده چې په ټوله نړۍ كښې ??ه د شين پاسپورټ عزت او تكريم كولې شي۔د پاكستان د پرمختګ٬خوشحالۍ او د رڼاګانو هېڅ سودا نه شي كېدې??ډې?? زر به تل لپاره د لوډشېډنګ خاتمه وشي۔ده دا خب??ې د اتوار په ورځ په نړيوال اسلامي پوهنتون كښې ?? كمپيوټر سائنس او د س??فټ ويئر انجينئرنګ د څانګې د سلور جوبلي په لړ كښې ?? آسكي 17 وروستۍ دستورې ته د خاص مېلما په حېث د وېنا كولو په مهال وكړی۔ده ووئيل چې زده كونكي دې د اوسني وخت د ټولو آسانيو څخه استفاده وكړي او خپل صلاحيتونه دې ښه كړي چې دغسې دوي د هېواد په پرمختګ كښې ?? مشرۍ كردار ترسره كړي شي۔ده ووئيل چې نړۍ په نړيوال كلي كښې ??دله شوې او ټوله نړۍ يو موټې ته راغلې۔ده ووئيل چې اوسنې حكومت د ټېلي كام څانګې پرمختګ لپاره اقدامات كوي٬په كال 2015م كښې په وړومبي ځل اوسني حكومت د ټېلي كام پالېسي جوړه كړه۔په كال 2018م كښې ??ه د ډيجيټل پاكستان پروګرام له مخې ټول هېواد په خپله كښې ??ړلې شوې وي۔ده ووئيل چې په نړيواله كچه د حكومت د پالېسو اعتراف كېږي۔ده ووئيل چې سافټ ويئر انجينئران د دې څانګې د پرمختګ معماران دي او مونږ په فخر سره وئېلې شو چې مونږ پرمختګ كوو۔د وزيراعظم صلاحكار د دستورې په پاې كښې په بېلا بېلو مقدمو كښې پوزيشن ترلاسه كونكو زده كونكو ته مېډلونه وركړل
زده كونكو ته به د قائد د پاكستان حفاظت٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره خپل كردار ترسره كول وي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت