اسلام آباد 10ستمبر (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اس?? قیصر په مشرۍ كښې د ګل په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې د انفارمېشن ټیکنالوجی او ای ګورنمنټ په اړه غون??ه وشوه چې پكښې د قامی اسمبلۍ سیکټريټ او انفارمیشن ټیکنالوجی بورډ اعلیٰ افسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې سپیکر له د انفارمیشن ټیکنالوجی بورډ د ای ګورنمنټ په اړه بریفنګ وركړو۔ د قامی اسمبلۍ سپیکر په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل مونږ له به د نړۍ سره په ګډه تلل وي او دې لپاره ټیکنالوجی به هم د جدیدو تقاضو له مخې چلول وي۔ ده ووئېل د ای ګورنمنټ استعم??ل سره کارکردګی ښه كيدې شي او وخت هم بچت كيدې شي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د سپيكر په حیثیت ما دا ټیکنالوجی رامخې ته کړې وه د كومې چې ښې نتيجې رامخې ته شوې۔ ده سپارښتنه وكړه د قامی اسمبلۍ سیکټريټ كښې دې هم د ټیکنالوجی زياتولو له ګامو??ه پورته كړې شي ۔ سپیکر سپارښتنه وكړه چې د ای ګورنمنټ په اړه دې كار تند كړې شي او دا بايد لا موثره كړې شي۔
د ای ګورنمنټ په اړه بايد كار تند او مؤثره كړې شي، د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د انفارمېشن ټیکنالوجی او ای ګورنمنټ په اړه غونډه كښې سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج