اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) صدرمملكت ډاكټر عارف علوي ګرين پريذيډنسي منصوبې ترمخه د برېښنا ، اوبو او ګاز بچت په اقدامات د اطمينان څرګندونه كړې ده۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې صدرمملكت عارف علوي په مشرۍ كښې په ايوانِ صدر كښې د برېښنا بچت په اړه غونډه شوي۔غونډي ته وئيلي شوې چې ايوانِ صدر د توان په لړ كښې د تيرو دوه كلونو په مهال 10 كروړه 80 لكهه روپۍ بچت كړې۔صدرمملكت عارف علوي ووئيل ايوانِ صدر ګرين منصوبه ټول هېواد لپاره يو ښه مثال دې، ايوانِ صدر په بشپړه ډول 1 ميګا واټ شمسي توان په منصوبه چلېږي، ايوانِ صدر خپل ضروريات پوره كولو نه علاوه 1 لكهه 12 زره يونټس قومي ګرډ له ورګړې دي، ايوانِ صدر د نړۍ وړومبې آئي اېس او 50001 سند شوې صدارتي دفتر په توګه نړيوال شناخت ترلاسه كړې دې، د توان مسئلو او موسمي بدلون خطرناك اثرات مخنيوي لپاره ټولو له به خپل كردار ترسره كول وي ، صدر مملكت ټول ګورنر هاؤسز، يونيورسټيز او محتسب دفتري په شمسي توان منتقل كولو له عملي اقدامات كولو زور راوړو۔صدر مملكت ووئيل د ټول هېواد ټول چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري دې هم خپل كاروبار او صنعتونه په شمسي توان منتقل كړي،شمسي توان پيداواري لګښت كم دې ،ځائې مصنوعات او خذمات قومي او نړيوالو منډيو كښې مسابقتي جوړيدې شي، ايوانِ صدر عملے د برېښنا بچت په اړه خپل كردار ترسره كړې دې۔صدر مملكت ووئيل ايوانِ صدر كښې غير استعمال شوې اليكټرانكس بند ساتلو ، اے سي په 26 ډګري چلولو او د اوبو بچت په اړه لا ښه والې راوستلې شي۔
ايوانِ صدر د توان په لړ كښې تيرو دوه كلونو په مهال 10 كروړه 80 لكهه روپۍ بچت كړې۔صدرمملكت عارف علوي په مشرۍ كښې د برېښنا بچت په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات