اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د هند ناظم الامور خارجه دفتر ته رابللو سره مقبوضه جمو او کشمیر په پونچھ سیکټر كښې د هندي قابض عسكرو د لاسه د يو پاکستاني وګړي ضیاء مصطفیٰ په مړينه سخت احتجاج کړې دې۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د هند ناظم الامور خارجه دفتر ته رابللو سره هغه ته ووئيل شول چې پاکستانې بنديوان كوم چې 2003 راهسې د هند په حراست كښې ؤ ، د زندان څخه لري په يوه داسې سيمه كښې وژلې شوي ، چرته چې هغه نظربند کړې شوې ؤ۔ وياند ووئيل د بده مرغه دا د دې نوعيت وړومبۍ پېښه نه ده،تير وخت كښې هم هند كښې پاکستاني وګړي په داسې حالاتو كښې وژلې شوي۔ پاکستان جعلی مقابلو كښې د پاکستانیانو او کشمیریانو بنديوانو د عدالت نه غير قتل د هند دې ډول عمل غندنې پخلې كوي۔د هند په حكومت زور راوړې شوي چې په سمدستي توګه د دې خاص پېښې شفاف تحقیقات وكړي
د هند ناظم الامور خارجه دفتر ته راوبللې شو ، پونچھ سیکټر كښې د هندي قابض عسكرو د لاسه پاکستاني وګړي په مړينه احتجاج
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن